دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 269593
په هېواد کې تر ټولو ستر صنعتي نندارتون جوړېږي
د افغانستان د صنعتکارانو اتحادیې چارواکي وايي، راتلونکې اوونۍ به د ملي صنعت اوونۍ په مناسبت د هېواد په کچه ستر صنعتي نندارتون جوړ شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د صنعتکارانو د اتحادیې غړی عبدالنصیر رشتیا د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلی چې د هیواد تر ټولو ستر صنعتي نندارتون به د پنج شنبې په ورځ د ثور په ۲۱ مه د پنځو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شي.
 
ښاغلي رشتیا زیاته کړه، په دغه ۵ ورځني نندارتون کې چې د افغانستان د نندارتون په مرکز کې جوړېږي، کورني شرکتونه به خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
 
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې له دغه نندارتون څخه به په سلګونو زره کسان لیدنه وکړي، یادونه وکړه چې په دغه نندارتون کې به د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي او بهرني مېلمانه ګډون وکړي.
 
د رشتیا د څرګندونو پر بنسټ؛ تر اوسه د دغه نندارتون ۹۸ سلنه غرفې د کورنيو شرکتونو له خوا خوندي شوي دي.
 
رشتيا څرګنده کړه، چې په پام کې ده د دغه نندارتون په ترڅ کې د صنعتکارانو، دولت او بهرنيانو ترمنځ ډېر قراردادونه لاسليک شي.
 
دغه ستر صنعتي نندارتون په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې پانګوال دا مهال په هېواد کې دننه او بهر د خپلو پیسو د لېږد د محدودیت په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcjhhe8tuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته