دخپریدو نیټه :جمعه ۸ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۲۴
د مطلب کود : 55054
پاکستاني طالبان: پاکستان دې په افغانستان کې مداخله بنده کړي
پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې د بس کېدو غوښتنه وکړه او د پاکستان له حکومت سره یې د اوربند لپاره د اسلامي قانون د نافذېدو، له امریکا سره د اړیکو د شلولو، او د کشمیري بېلتون غوښتونکو د ملاتړ شرطونه وړاندې کړل.

د پاکستاني طالبانو یوه مشر خپل شرطونه په یوه لیک کې د پاکستان نیوز ورځپاڼې ته لېږلي وو او وروسته د دې ډلې ویندوی هم تایید کړل.

د خبري رسنیو د راپور له مخې پاکستاني طالبانو، چې د ډیورند د کرښې په دواړو خواوو کې جنګېږي، د پنجشنبې په ورځ همداراز ویلي، که د پاکستان حکومت په هندي کشمیر کې د بېلتون غوښتونکو یاغیانو ملاتړ بیا پیل کړي نو دوی تیار دي چې په پاکستان کې اوربند وکړي.

دوی دغه راز د اوربند لپاره له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان د حکومت پرضد جګړې ته د طالبانو له هڅولو لاس واخلي او د دې پرځای خپل تمرکز د هند پرخلاف د انتقام جګړې ته واړوي.

دوی د پاکستان پر پوځ تور پوري کړی چې د امریکا د ملېشو رول لوبوي.

د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې مشر عاصم عصمت الله معاویه د پاکستان نیوز انګلیسي ژبې ورځپاڼې ته په یوه لیک کې خپلې غوښتنې څرګندې کړي دي. د معاویه دا څرګندونې د پاکستاني طالبانو د تحریک ویندوی احسان الله احسان هم تایید کړې.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د طالبانو شرطونه رد کړل.

د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې معاویه همداراز کښلي چې د پاکستان حکومت دې په افغانستان کې خپل دخالت پای ته ورسوي.
معاویه دغه راز ویلي چې طالبان به د عوامي نشنل عوامي ګوند په شان د سیکولرو او طالبان ضد ګوندونو پرضد حملو ته دوام ورکړي.

معاویه په شمالي وزیرستان کې د یاغیانو پرضد د پاکستان د احتمالي حملې په وړاندې هم خبرداری ورکړی دی، ویلي یې دي:که پر موږ حمله وشوه، حتي هغوی به چې اوس جګړه نه کوي وسله په لاس کې واخلي او ګڼې نورې جبهې به پرانستل شي.

شمالي وزیرستان د ګڼو بهرنیو، په تېره بیا افغان طالبانو مهم مرکز ګڼل کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtz9n.ak9nn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته