دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 83107
هرات: هره ورځ د نشه یې توکیو دوه یا درې معتادین د سړې هوا له امله مري
په هرات کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر وایې، په دې ولایت کې هره ورځ د نشه یې توکیو دوه یا درې معتادین د سړې هوا له امله مري.
د هرات د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون رییس سید عبدالقادر رحیمي ازادي راډيو ته وویل، دا هغه معتادین دي چې په ښار کې سرپناه نه لري.
په ورته وخت کې د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسول محمد رفیق شیرزي ازادی راډيو ته وویل، چې یوازي په وروستیو څو ورځو کې د مخدره موادو د شپږو معتادینو جسدونه روغتون ته وروړل شوي دي.
د هرات د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هرات کې پر نشه یې توکیو د معتادینو شمیر شاوخوا اویا زره کسانو ته رسیږي، چې زیاتره یې له ایران څخه بیرته را ستانه شوي افغانان دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguq97.ak9wz4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته