دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۳۲
د مطلب کود : 150432
افغانستان؛ اخلاق سقوط او نارینه توب پایو له منځه تلل!

 

 

 

امریکایی خبری وبسایت و دیلی کالر ته دساپکو څخه په نقل سره (سیګار) ته لیکلی دی چی د افغانستان ځینی سرتیرو بیوه ګان د خپل میړو د تقاعدی معاش د اخیستلو په بدل کی د چارواکو  له لوری تر جنسی تیریولاندی راغلی دی.

شاه حسین مرتضوی، هم دا قضیه تایید کړی او ویلی چی ځینی دولتی ادارات په یو وحشتناک حالت کی قرار لری او حکومت هڅه کوی دا ادارات د استفاده جو کسانو څخه پاک کړی.

د هیواد اخلاقی وضعیت د یو او نیم لسیزی راهیسی د ډیر فاحش اومنفی بدلون څخه رنج وړی؛ تردی ځایه چی ویلای سو چی افغانستان خپل هیڅ تاریخی دورو کی داسی اخلاق ضد بدلونونوسره نه دی مخ سوی.

تر هغه ځایه چی دافغانستان او خلګو تاریخی حافظه په یاد کی لری، دا هیواد هروخت د ادب اواخلاقو غوښتونکی دی اود هغه ترڅنګ، ددی هیواد نارینه وو نارینه توب د ناموسی مسایلو لپاره هر وخت د یو دیوال په شان مطرح دی او افغانستان اوخلګ یی په دی اخلاقی شته منۍ باندی فخر کړی دی.

دا روحیه دهمدی ۱۵ یا ۱۶کالو پوری افغان ملت انسانی سایه کی وو او افغان انجونی او ښځی د همدی غیرت او اخلاقی او دینی ارزښتونو ترڅنګ په غرور او پاکیزګی سره ژوند تیروله؛ خوپه تاسف سره دا انسانی سیر اودینی مبارک حرکت په اخیرو کلونو کی، بالخصوص د غربی قدرتونو د حضورپه وخت کی د امریکا په مشری د تدریجی ضعیفتیا سره مخ سوی دی؛ په داسی توګه چی په هیواد کی د غربی ضد انسانی اوکلتوری سخیفونوشتون سره ددی اسلامی هیواد اخلاق سقوط سره مخ سوی یو.

هغه هیواد چی نارینه یی یووخت د خپلو ښځو اولوڼو نومونه په عمومی انظارو کی نه اخیستل اوشرم یی کول، نن د غربی مبتذل اغیزو له امله، کار تردی ځایه رسیدلی دی چی د خپل میندو او خویندو د لاس نیونی اومرستی پرځای چی د جنګونو له امله بی میړه  سوی دی چی د همدی غربی سرانو له لوری طرحه سوی دی، د هغوی څخه د جنسی ګټه اخیستنی پسی راوتلی دی او خپل مبتذل عمل سره د افغانستان اوخلګو پرتندی باندی بل توره او ننګینه لکه ایږدی.

حقیقت دادی چی دا اخلاقی مشکلات یواځی یو دلیل درلودلی سی او هغه د اسلام انسان جوړونی زده کړو څخه د خلګو لیریتوب اودغرب پوچ اومنحط ژوند په دام کی لویدل په شپه او ورځو کی د افغانستان په بیلابیلو برخو کی ترویج کیږی او دنده یی هم همدا دیداری او اوریدونکی رسنۍ په غاړه لری چی د یو سل په سل اقتصادی تګلاری سره صحنه ته داخل سوی دی او په دی مقصد کی ورته کوم توپیر نه کوی چی کوم دولت او یا کوم قدرت ورته پیسی ورکوی او یا هم تمویلویی؛ حتی که د هغوی خپوروونکی برنامی د اسلام او د هیواد اخلاقی زده کړو سره مخالف هم وی.

د توجه وړ نقطه داده چی دا رسنۍ یواځی نه دی او سخت ملاتړ لری او ملاتړ کوونکی یی چی هر پوچ برنامه وغواړی هغوی په واسطه په آنتنونوکی خپروی او د خلګو ناامنو کورونوکی واردوی.!

نو د همدی لپاره باید کلتوری او علمی قشرونه چوپ پاته نه سی او ددی غرب سخیف کلتور پراختیا سره مبارزه وکړی او د اسلامی او دینی اوانسانی کلتور په ځای پرځای کولو کی هڅه وکړی.

 

https://avapress.com/vdcaewn6u49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته