دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 120369
وزیري: ډير ژر به په ننګرهار کې د داعش ډله له پښو وغورځوو
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې دوی په ننګرهار کې د داعش ډلې د ګواښونو، ګډوډېو او له نوې جوړې شوې راډیو څخه خبر دي او ډېر ژر به په دغه ولایت کې د یادې ډلې حضور ختم کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم په ننګرهار کې د داعش ډلې په وړاندې د جدي مبارزې خبره کوي او وايي چې د یادې ډلې په وړاندې د مبارزې ستراتېژي د ملي امنیت شورا له خوا تصویب شوې ده.

داعش هغه ډله ده چې د امنیتي ارګانونو په وینا په هلمند، فراه او نورستان کې تر ماتې وروسته اوس په ننګرهار کې د یوه مرکز د جوړولو لپاره خپل وس ازمايي.

دا ځل خبره یوازې د ټوپک نه ده بلکې داعش ډلې د یوې تبلیغاتي جګړې تیاری هم نیولی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې دوی په ننګرهار کې د داعش ډلې د ختمولو په هدف خپل تدابیر لري او ډېر ژر به یاده ډله له پښو وغورځوي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې په ننګرهار کې د داعش ډلې له خوا د خلافت غږ په نوم د نوې جوړې شوې راډیو په اړه هم وویل چې په دې برخه کې د دوی کشفي او استخبارتي ځواکونه کار کوي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"مخکی دوی یو کمپیوټري مرکز جوړ کړی و چې دغه مرکز وران شو نو دا راډیو به یې هم همداسې نه پاتې کېږي، ان شاءلله موږ تدابیر لرو، زموږ استخبارت، کشف په دې برخه کې کار کوي او ان شاءلله د داعش حضور په ننګرهار کې ختمېږي، موږ په ننګرهار کې د دوی تهدیدونه او ګډوډي منو، موږ د دوی ډېر کسان وژلي."

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

د راپورونو له مخې په یاد ولایت کې د خلافت غږ په نوم د دغې ډلې له خوا د نوې جوړې شوې راډیو تر څنګ د ننګرهار پوهنتون د یو شمېر محصلانو له خوا په یوه وروستۍ مظاهره کې د داعش په پلوی د تورو بیرغونو پورته کول هغه څه دي چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې د پراخ حضور د شتون اوازې رېښتینې کوي.

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کېمپبل هم اوس - اوس په کابل کې اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې د اسلامي دولت ډلې پلویان هڅه کوي چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ځانته یو سیمه ییز مرکز جوړ کړي.

جنرال کېمپبل ویلي چې په ننګرهار کې له داعش سره د عراق او سوریې بهرني وسله وال یوځای شوي دي او د افغانستان دننه داعش هڅې پیل کړې دي څو د سوریې او عراق د داعش له مشرانو سره اړېکې ټینګې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د افغانستان امنیت شورا د داعش ډلې پر وړاندې د مبارزې ستراتېژي تصویب کړې چې افغان امنیتي ځواکونه به یې له مخې د دغې ډلې په وړاندې مبارزه کوي.

ښاغلی صدیقي یې په اړه وايي:

"له څو میاشتو راهیسې حد اقل له شپږو میاشتو را په دېخوا په ننګرهار ولایت کې ډېرې هڅې شوي چې د دغې ډلې د پراختیا مخه ونیسو، د افغان حکومت د امنیت شورا د داعش ډلې په وړاندې د مبارزې ستراتېژي هم تصویب کړې او افغان امنیتي ځواکونو ته هم دنده سپارل شوې چې د همدې ستراتېژۍ په چوکاټ کې د ټولو امکاناتو نه په ګټې اخیستنې سره د دغه پدېدې په وړاندې مبارزه وکړي."

افغان حکومت داعش یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم لوی ګواښ ګني او وايي، په کار ده د ټولو ترهګرو ډلو په وړاندې نړېواله مبارزه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن او مسکو پر داسې مسودې خبرې کړې دي چې له مخې یې د اسلامي دولت ډله یا داعش له اقتصادي پلوه تر فشار لاندې راشي.

په ورته وخت کې سعودي عربستان هم د ۳۴ هېوادونو یو ایتلاف جوړ کړی چې هدف یې په اسلامي هېوادونو او سیمه کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو ځپل دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3z9qyak9xw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته