دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 149181
وزیري: افغان جګړه کورنۍ نه ده نړېوال او امریکا مکلف دي چې مرسته وکړي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې د ترورېزم په وړاندې جګړه نړیواله جګړه ده ځکه ورته اړتیا ده چې هغه نړیوال له افغانستان سره په ګډه مخ ته یوسي.

د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري دا څرګندونې افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو د استولو په اړه چې د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز مټېس یې امر صادر کړی، د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په دغه هېواد کې نورو امریکایي سرتېرو ته اړتیا شته، وکړي.

​ښاغلي وزیري زیاته کړه: "افغانستان کې له ترورېزم سره جګړه ده. دا د افغانستان کورنۍ جګړه نه‎ده، پرموږ تپل شوې جګړه ده. د دې جګړې شاته نړیوال ترورېزم دی نو موږ مجبور او مکلف کې یو چې نړیوال، د امریکا متحده ایالات له موږ سره په دې جګړه کې مرسته وکړي. ترڅو دغه جګړه په افغانستان کې ژر ختمه شي. کوم سرتېري چې افغانستان ته راځي هغوی د مشورې ورکولو په برخه کې، د روزنې په برخه کې د پلان جوړولو په برخه کې او د تجهیز په برخه کې له موږ سره مرسته کوي. "

د امریکا دفاع وزیر هم افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو د اعلان پر مهال وویل چې دې هېواد ته نوي استول کیدونکي سرتیري به د افغان ځواکونو د ظرفیتونو په لوړولو کې مرسته کوي.

جېمز مټېس د تیرې پنجنشبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته د نورو سرتیرو د استولو امر یې ورکړی دي.

مټېس دغه راز وویل، په دې اړه به چې دغه نوي ځواکونه په افغانستان کې چېرې ځای پرځای کېږي، وروسته پریکړه وکړي.

هغه همدارنګه ونه ویل چې څومره نور سرتیري به افغانستان ته استوي خو ويې ویل چې په دې اړه به راتلونکې اوونۍ کانګرس ته معلومات ورکړي.

د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر د نوې ستراتیژۍ له مخې چې څه کم دوه اوونۍ مخکې یې اعلان کړه هم ولسمشر ټرمپ د هغو ځواکونو شمېر چې افغانستان ته به استول کېږي ونه وښود خو له دې مخکې امریکایي قوماندانانو ویلي و چې ښايي ترپنځو زرو پورې نور امریکايي سرتېري افغانستان ته واستول شي.

په دې اړه چې دغه نوي امریکایي سرتېري به په افغانستان کې په کومو ولایتونو کې ځای پرځای شي، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، نوي سرتیري به هم تر ډېره د افغان ځواکونو د روزنې له مرکزونو سره ځای پرځای کېږي.

وزیري وايي: "دغه سرتیري په هغو ځایونو کې چې موږ تعلیمي مرکزونه لرو، لکه کابل، جلال‎اباد، هرات، مزارشریف، کندهار، ګردېز نو دوی به زیاتره په دغو سیمو کې له موږ سره مرسته وکړي ترڅو زموږ هغه برخې چې کمزورې دي تقویه شي او ترڅو چې دغه له ترورېزم سره جګړه وګټل شي."

یو شمېر رسنیو د امریکایي پوځیانو په حواله ویلي چې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د نورو څلور زرو سرتېرو د استولو امر ورکړی دی.

د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان که څه هم افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو استول ګټور بولي خو په دې تاکید کوي چې غوره لاره د افغان امنیتي ځواکونو ښه روزل او په ښو وسلو سمبالول دي.

عبدالهادي قریشي یوله دغو کارپوهانو دی. هغه ازادي راډیو ته وویل: "که له موږ سره، زموږ د وسله‎والو عزتمندو ځواکونو د تمویل، تجهیز، روزنې او ملاتړ لپاره په نړیواله کچه مرسته کړی وای دا به ډېره ښه وای، نسبت دې ته چې موږ ته سرتیري را واستوي. "

د امریکا دفاع وزیر دغه راز وویل چې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته تر اوسه نوي سرتیري افغانستان ته نه‎دي استول شوي خو د دې احمتال شته چې دغه بهیر په څو راتلونکو ورځو کې پیل شي.

که څه هم تر دا وروستیو پورې په افغانستان کې د دېره امریکایي سرتېرو شمېر ۸۴۰۰ تنه ښودل شوی و خو څو ورځې مخکې پنټاګون تائید کړه چې د سرتېرو شمېر یې په دې هېواد کې له دې زیات دی او ۱۱ زرو ته رسېږي.

د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر د نوې ستراتیژۍ له مخې یوازې په افغانستان کې دننه په پوځي هڅو اتکا نه کېږي بلکه هغه ټوله سیمه په تېره بیا پاکستان هم رانغاړي، هغه هېواد چې ټرمپ واضح ویلي و چې هغو سخت دریځو او ترهګرو ډلو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې چې د امریکا او د متحدو پرګټو یې حملې کوي.

ټرمپ ویلي چې نور په پاکستان کې د ترهګرو پناه ځایونه نه شي زغملی. اسلام آباد دغه تورونه ردکړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjohevvuqexvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته