دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 159099
وزیري: افغان ځواکونه په ټول هېواد کې د عملیاتو چمتووالی لري
د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنيتي ځواکونه په ټول هېواد کې د ترورېستي ډلو پر ضد پوځي عملياتو ته چمتووالى لري.
د دغه وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري ازادي راډيو ته وويل، په ننګرهار او کونړ کې داعش ډله ځپل شوې او مرکزونه‌يې ويجاړ شوي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کونړ د ولايتي شورا ځينو غړو په ځينو ولسواليو کې د داعش ډلې د فعاليتونو پر زياتېدو اندېښنه ښوولې وه.
دوى ويلي وو چې د داعش وسله‌وال په دغو ولسواليو کې مرکزونه جوړ کړي او د خلکو په جلب و جذب بوخت دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci33az3t1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته