افغان غږ خبری آژانس: په ورته وخت کې یوه امریکايي سناتور د هغو ادعاوو له امله چې ویلي یې دي، د اسلامي امارت له لوري د مرستو د ځنډولو غوښتنه شوې ده.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي:«موږ په افغانستان کې طالبان (اسلامي امارت) د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژنو. که دوی مشروعیت غواړي، باید خپل مکلفیتونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې پوره کړي.»
هغه زیاته کړه: "موږ له دوی سره په ډیپلوماټیک، اقتصادي یا نورو لارو کې مستقیمې مرستې نه کوو."
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند بیا هم د امریکا له ولسي جرګې غوښتي چې افغانانو ته د ۲۰ زره نورو ځانګړو ویزو ورکولو وړاندیز ومني.
کربي وویل: "که څه هم په افغانستان کې زموږ جګړه پای ته رسېدلې، خو له افغانانو سره زموږ ژمنې او له هغو کسانو سره زموږ ژمنې پای ته نه دي رسېدلي چې په دې جګړه کې یې له موږ سره مرسته کړې ده."
هغه خبرداری ورکړی چې پاتې اووه زره منظورې شوې ویزې به د روان کال تر اګست پورې پای ته ورسیږي.