دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 281298
قرغزستان: د منځنۍ اسیا هېوادونه باید له افغانستان سره همکاري زیاته کړي
د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت د منځنۍ اسیا له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په اړه همکاري او همغږي زیاته کړي.
افغان غږ خبری آژانس: جنبیک کولوبایف د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کلنۍ غونډه کې وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د امنیت او سوکالۍ لپاره مهم دی.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، کولبایف په دې ناسته کې په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړه شوې وه، د اسلامي امارت هیڅ چارواکي ګډون نه درلود، خو د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په کې ګډون وکړ او په افغانستان کې یې د یوناما د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
https://avapress.com/vdcf1yd0cw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته