د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مالګې د کان له قراردادیانو سره په کتنه کې وویل: هېواد ته د مالګې واردول په بشپړ ډول منع دي او د مالګې د فابریکو قراردادیان او مالکین باید له دې فرصت څخه د کار د زیاتولو لپاره استفاده وکړي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې له ایران څخه د اسلام کلا له لارې ۱۵۴۸ افغان کډوال او د تورخم له لارې ۴۸۱ نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.